اردن د سوریه پوله کې فعال قاچاقچیانو مخه ونیوله
یونیپث کارکونکی
د اردن ختیځې قوماندې، د نظامي امنیت ریاست او د نشه ییز توکو د تنفیذ ادارې سره یوځای، په 2021 دسمبر کې د سوریه – اردن پولې څخه د تیریدو څو هڅو مخه ونیوله. د سوریه څخه مجریمینو هڅه وکړه لوی مقدار تریاک او وسلې اردن ته قاچاق کړي.
د اردن یوې نظامي سرچینې یادونه کړې، د ختیځې قوماندې سرتیرو سره د ډزو تبادلې وروسته، څو قاچاقچیان ټپیان شو او پاتې نور یې بیرته سوریه ته وتښتیدل، چې د کیپتاګون 770,000 ټابلیټ، 969 د چرسو پاکټونه، څلور کلاشنکوفونه، او 9 ایم.ایم تفنګچې او مهمات یې خپل شا ته پریښودل.
کیپتاګون ټابلیټ چې امفیتامین او کافین لري، په سوریه کې او د سیمې نورو ځایونو کې د ملیشه ډلو لخوا د محرک په توګه کارول کیږي.
د اردن شاهي هوایی ځواک الوتکو د پولو په اوږدو کې ګومارل شوي ځمکني ځواکونو ملاتړ وکړ، او د قاچاق او تروریستي فعالیتونو کشف کولو لپاره هوایی څار ترسره کوي.
اردن یو له هغه هیوادونو څخه دی چې په 2011 مارچ کې په سوریه کې پیل شوي وسله والې جګړې څخه ډیر اغیزمن شوی دی. د محدود سرچینو سربیره، اردن هڅه کړې د سوریه کډالو ګالل کم او جرمونه مهار کړي، لکه انساني قاچاق، د وسلو او نشه ییز توکو قاچاق، او د پولو ورهاخوا تروریزم.
علاوه لدې، شاوخوا 200,000
عراقیانو په اردن کې پناه اخیستې، ځینې په 2014 کې د داعش وحشت څخه تښتیدلي کله چې دې تروریستي سازمان عراق او سوریه ونیول.
اردن وروسته له هغې د سوریه سره د جابر نصیب پولې څخه تیریدو لاره بنده کړه چې په 2015 کې پولې نږدې د سوریه ښارګوټو کنټرول تروریستي ډلو په لاس کې واخیست. دغه لاره وروسته له هغې پرانیستل شوه چې په 2018 جولای کې د سوریه اردو د دې ساحې کنټرول بیرته په لاس کې واخیست.
د تړل کیدو اردن ته مالي زیان واړاو ځکه چې دغه لاره د عرب خلیج هیوادونو او ترکیه، لبنان او سوریه لپاره سوداګریزه لاره وه.
د سیمې هیوادونو سره د متوازن اړیکو ساتلو او د ایدولوژیکي، قومي او فرقه ای شخړو څخه د خپل ځان لرې ساتلو په واسطه اردن د جلالتمآب پاچا عبدالله 2 ابن الحسین د مشرتابه لاندې ملي امنیت او ثبات ساتلو کې بریالی شوی دی.
سرچینې: رویټرز، arabic.rt.com ،almadenahnews.com
Comments are closed.