اردن امنیتي همکاري زیاتوي
یونیپث کارکونکی
د اردن حکومت له امریکا سره یو 15 کلن امنیتی تړون تصویب کړ چې د پوځي روزنې، لوجیستیک او ټرانسپورټ په برخه کې د همکارۍ لپاره لار برابروي،
دا معامله چې د 2021 کال په مارچ کې تصویب شوه، د امریکا وسله وال پوځ ته د اردن ځانګړو پوځي ځایونو ته د روزنې، پوځي تمرینونو، لوجیستیکي ملاتړ، د الوتکو د بیا سونګ موادو پوره کولو، د پوځی وسایلو د ساتلو او د ځواکونو د لنډمهاله ساتلو لپاره مشخص لاسرسی ورکوي.
کله چې دغه هوکړه په پارلمان کې تصویبېده، د اردن د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ایمان صفدي د امریکا او اردن تر منځ د لسیزو دغه پوځي او امنیتي همکاري وستایله.
لکه څنګه چې له القاعده او داعش او د دوی له سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړ سره په مبارزه کې مهمې اړیکې لري، اردن او امریکا په ګډه د سرحدونو او سمندری امنیت، د وسلو انتقال، سایبري امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کار کړی دی.
اردن د امریکا د بهرنیو پوځی مالي پروګرام درېم لوی نړیوال ترلاسه کونکی دی. امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې په تیرو شپږو کلونو کې اردن ته 2.03 میلیارده ډالر ورکړي. له 2017 کال راهیسې د اردن وسله وال پوځ د امریکا دفاع وزارت له لوري 246 میلیونه ډالر اضافي ترلاسه کړې دي.
سرچینې: الفجر تلویزیون، د امریکا بهرنیو چارو وزارت
Comments are closed.