لبنان او اردن چې وار دمخه له سوریې څخه د لوی شمیر کډوالو د کوربتوب تر فشار لاندې دي، دې ته اړ ایستل شوي ترڅو د کوویډ- 19 پر وړاندې د یو نه لیدونکي او پټ دښمن سره مبارزه وکړي.
د بلوک بریدمل ستیون کولوین/د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو مرکزي قومانده
خو د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو مرکزي قوماندې په مرسته – چې له یو نسل راهیسې یې د لبنان او اردن وسلوالو ځواکونو سره پیاوړی مشارکت رامینځته کړی او ساتلی دی، د ویروس ځینې اغیزې کمې شوې وې.
د لبنان ملکي – پوځي همکاریو مرکز او د اردن د ملکي – پوځي همغږۍ مرکز د متحده ایالاتو د 96مې ملکي چارو کنډک څخه د ملکي چارو ټیمونو لپاره مرسته ترلاسه کړې. په ګډه دوی خپل ځان د وېروس پر وړاندې په لومړیو کرښو کې د ملکي ادارو د ملاتړ په نامعلوم رول کې موندلی.
د ملکي چارو ټیمونو د روغتیایي او حفظ الصحې توکو مرستې وویشلې، چې د غیر دولتي سازمانونو لخوا په لبنان او اردن کې ټولنو ته د بسپنې په توګه ورکړل شوي وو. د 2020 د پسرلي پر مهال، د ښوونځي ماشومانو ته له 20000 څخه ډیر د حفظ الصحې کڅوړې وویشل شوې، همداراز 33200 ماسکونه، 152000 لاس ماغو، 11200 بوتله د لاس پریمینځلو دوا، او 19000 د معلوماتو کارتونه ځایي کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو ته ورکړل شول ترڅو د ناروغۍ مخه ونیسي.

د لبنان سرتیري د سیمهییز غیردولتي سازمان په همکارۍ د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو د مرکزي قوماندې لخوا مرسته شوي محافظتي تجهیزات ویشي. د بلوک بریدمل ستیون کولوین/د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو مرکزي قومانده
په اردن کې د زرقا ښار ښاروال عماد المومني وویل، “موږ د سیمهییزو ادارو او امریکایي ځواکونو د چلند ستاینه کوو چې د زرقا ښاروالۍ ته یې د ویروس پر وړاندې مبارزه کې په سختو شرایطو کې چې سلطنت ورسره مخ دی، د محافظت او تخنیکي مواد ورکړل.” “دي کار په موږ باندې لویه اغیزه وکړه او ویې ښوده، چې اداره او ټیمونه د دې په زړه پورې چلند له اړخه له انساني بعد څخه
برخمن دي.”
د کوویډ- 19 پر وړاندې د غبرګون لپاره اساسي بنسټونه د راتلونکو میاشتو او کلونو لپاره کېښودل شول. په تیرو لسیزو کې په اردن او لبنان کې له خپلو پوځي شریکانو سره په همکارۍ، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې ټیمونو – په بهر کې د بشري ناورین او ملکي مرستو پروګرام لاندې په دواړو هیوادونو کې په بیوزلو سیمو کې کلینیکونو ته پراختیا ورکړې، بیاځلې یې ترمیم او جوړ کړي دي.
د 2020 په اپریل کې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونو په لبنان کې له یو غیردولتي سازمان سره مرسته وکړه ترڅو لبناني سرتیرو ته پرمختللې روغتیایي روزنې چمتو کړي. له روزنې وروسته، هغوی له پوهې څخه د ټولنیز واټن پراختیا کې کار واخیست.
لبنانیان همداراز د حمات ځانګړو ځواکونو په ښوونځي کې د جنګي مرګ ژوبلو تکتیکي روزنې کورس لپاره د روزنې تجهیزات ترلاسه کړل. د کورس فارغانو هر یو ځان لپاره د لومړنۍ مرستې کڅوړې ترلاسه کړې.
د ملکي چارو د ټیمونو کار د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هڅو څرګندونه کوي، چې پدې وروستیو کې یې د لبنان لپاره 13.3 ملیون ډالر او د اردن لپاره 8 ملیون ډالر ځانګړي کړل. د دې مرستې موخه د زیانمنونکي وګړو او مهاجرو تر منځ د کوویډ- 19 اغیزې راکمول دي.
د کوروناویروس پر وړاندې بریالی غبرګون یوازې د پیاوړې ملګرتیا، باور، او دوه اړخیز درناوي پر مټ په داسې ډول رامنځته کیدلی شي، چې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو مرکزي قوماندې او د ملګرو هیوادونو لکه لبنان او اردن تر منځ رامنځته شوی.