ملګري د چمتووالي پر مهال
د متحده عربي اماراتو وسله وال ځواکونه، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو سره د هېوادنۍ شخړې پوځي تمرین کې ملګرتیا کوي
یونیپث کارکونکی
د چاودنو غږ د سهار آرامتیا هغه مهال له منځه یوړه چې کله د اپاچي چورلکو د ښار په څنډو کې د دښمن پوستې بمبار کړې. د دښمن د الوتکو ضد وسلو د دفاع هڅه وکړه، خو د شیخ خلیفه بن زاید میکانیزه شوې لوا د 83ام کنډک زغرهوالو موټرو د ډزو له امله په چټکۍ سره له منځه یوړل شوې. دغې لوا چې د متحده عربي اماراتو تر ټولو غوره یوه ده، د تیلو تولیدوونکي ښار، الحمرا نیولو لپاره د دښمن دفاع ماته کړه.
برید – د هېوادنۍ شخړې پوځي تمرین او الحمرا چې د سرتیرو د روزنې لپاره یوه مصنوعي ښارګوټی ده – یوه ژوندۍ صحنه رامنځته کړه چې د متحده عربي اماراتو د وسلوالو ځواکونو او د متحده ایالاتو سمندري قول اردو ترمنځ یوه میاشت اوږد پوځي تمرینات تر پوښښ لاندې ونیول.
په دې پوځي تمرین کې د 2020 مارچ له 8 څخه تر اپریل 5مې پورې د روزنې ګڼ شمېر پروګرامونه جوړ شول، چې د اماراتي او متحده ایالاتو د ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د ښه والي لپاره جوړ شوي وو. په دې تمرینونو کې د اور وژنې تمرین، د کیمیاوي وسلو برید پر وړاندې همغږی غبرګون، د مرګ ژوبلو کسانو ایستنه او د چاودیدونکو توکو لرې کول شامل وو. د کووید- 19 ویروس له ګواښ سربېره، ملګرو پوځونو خپلو تمرینونو ته دوام ورکړ او خپل روزنیز ماموریت یې بشپړ کړ.

د متحده عرب اماراتو د تمرین مشر برید جنرال طارق الزبي وویل، “موږ په متحده عربي اماراتو کې په سیمه کې د هراړخیز ثبات لپاره په نړیوال مشارکت باور لرو”. “د سیمې امنیت او ثبات د دولت لارښوونکی اصل دی، او موږ به دې اصل ته د رسیدو لپاره هڅه کوو.
په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کوروناویرس له خپریدو سره مخ ده، زموږ دا تمرین په یو څه ستونزمنو شرایطو کې تیر شو. خو له ناروغۍ سربېره، موږ تمرین په خورا ښه ډول بشپړ کړ ځکه چې موږ باور درلود چې دا تمرین نه یوازې د سیمې لپاره بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم مهم دی. “
د تمرین ځانګړتیا د الحمرا د آزادولو لپاره یو څو ملیتي ماموریت ترسره کول وو. د پوځي تمرین د سناریو د موخو لپاره، دا ښار د متحده عربي اماراتو په لویدیځ کې د 50،000 کسانو ښار په توګه چې له پلازمېنې ابوظبي څخه 200 کیلومتره لرې پروت دی، طبقه بندی شو. د الحمرا پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار شوی و: دا ښار د سمندر پر غاړه پروت دی او د تیلو لویه تصفیه خانه، روغتون، یو هوایی ډګر او دولتي ودانۍ یې درلودل. د ښار اهمیت په پیژندلو سره دښمن هڅه وکړه چې دا سیمه په میخانیکي کنډک سره اشغال کړي. د متحده عرب اماراتو او متحده ایالاتو ځواکونو د یرغلګرو د په شاتګ لپاره یو ځوابي برید ترسره کړ.
د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د حمیرا ختیځ ته 10 کیلومتره لرې یو ځمکنۍ – سمندرۍ ناسته وکړه او ځمکې ته د راکښته کیدونکو الوتکو څخه تر ساحل پورې یې یو کیلو متر اوږد پل جوړ کړ. د اوبو پر سر پل په سمندر کې سره یوځای کړای شو، او په پیاوړو کښوونکو بېړیو سره د الوتکو د کښته کېدو ډګر لور ته راکش شو. په څو ساعتونو کې لومړۍ سمندري لوا او د هغې ټول تجهیزات ځای پر ځای شول او په حمرا کې د برید لپاره
چمتو شوه.
د 24 ساعتونو په ترڅ کې، د متحده عرب اماراتو د وسلوالو ځواکونو قوماندانۍ ګډ کاري ځواک جوړ کړ چې د شیخ خلیفه بن زاید زغرهوالې لوا د 83مې میخانیکي پلي کنډک، د ولسمشرۍ ګارد الفورسان لوا څخه د یوې کومانډو کنډک او د متحده عربي اماراتو د ګډې هوایي قوماندې څو د لېږد رالېږد او جنګي الوتکو پکې شتون درلود. مرستندویه سرتیري چې ډرون قطعې، د چاودیدونکو توکو د شنډولو ډله، پوځي انجنیران، د دافع هوا قطعات او د هوایی کنټرول ټیم پکې شتون درلود، راورسېدل.

د متحده ایالاتو سمندري قولي اردو
د متحده عربي اماراتو ګډ کاري ځواک د برید جنرال احمد بیشو تر قوماندې لاندې وو . ډګروال کیون کلارک د لومړۍ سمندري قطعې قوماندان و. دواړو قومندانانو خپلې هڅې د ښار او د تیلو د تصفیه خانو د خوندي کولو لپاره په ګډ پلان باندې متمرکز کړل، چې د عملیاتو نوم سلم و.
دښمن خپلې ملیشې په ملکي جامو کې ځای په ځای کړې ترڅو د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي، ویې ډار کړي او د انساني ډال په توګه یې وکاروي. ملیشې د ښار په مرکز کې جګړې ته د دوام ورکولو لپاره له پلي ځواکونو سره یوځای شول. د الحمرا په څنډه کې د دښمن میخانیکي کنډک د دښمن لومړۍ دفاعي کرښه وه. له ځمکې د هوا پر لور ویشتونکو وسلو ځای پرځای کول د متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د هوایی ځواک د مخنیوی په مانا وو.
د ګډ کاري ځواک د پلان په لومړي پړاو کې د ردبان ځمکنۍ – سمندري پلې قطعه چې 83م میخانیکي کنډک پورې تړاو لري، په جنګي ګاډو سره پر حمرا باندې د جنوب لویدیز له لوري برید وکړ. د وسایطو د پرمختللو وسلو له خوا درنو ډزو دښمن وارخطا کړ او د هغوی دفاعي کرښې یې ورماتې کړې. د اوبو خنډ چې دښمن فکر کاوو د متحده عربي اماراتو سرتیرو مخنیوی به وکړي، غلط ثابت شو. ځمکنۍ – سمندري رادبنز په چټک سرعت سره سیند ته ښکته شول، د اوبو په منځ کې تېرېدلې او پورې غاړې ته یې سرتیري ولیږدول.
د اپاچي چورلکو هوایي ډګر ته نږدې د ښار ختیځې خوا ته په متمرکز اور سره دښمن هېښ کړ، او د الفرسان ځواکونو ته چې د جګړې ډګر ته الوتنه کې د تلو په حال کې وو، یې لاره پاکه کړه وو. د بلک هاک هلیکوپټرې هوایی ډګر ته ورسیدې او د الفرسان سرتیري یې په رسیو سره کوز کړل. دا دوهم پړاو وو. جګړه د هوایی ډګر په شاوخوا او د ښار په څنډو کې چې د دښمن ملیشه ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي وو، پیل شوه. د الفرسان قوماندانانو د دښمن د لیکو شاته د ژور پوهاوي لپاره روبوټونه ځای په ځای کړل او د جګړې په ډګر کې یې استخباراتي معلومات په ځمکه کې سرتیرو سره شریک کړل.
کله چې ګډې قوماندې د الفرسان د بریالیتوب خبر ترلاسه کړ، د چینوک چورلکې د برید درېیم پړاو ترسره کولو لپاره افق کې راښکاره شوې.
د څو دقیقو په ترڅ کې، یو چینکوک چورلک کښېناسته او د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه ورڅخه د شا له خوا راښکته شول، په دوو ډلو وویشل شول ترڅو د الفرسان ښی اړخ تر پوښښ لاندې راولي. سمندري ځواکونو پوځي سپي د چاودیدونکو توکو او د دښمن پټنځایونو د معلومولو لپاره راوړل. چتونه، تالارونه او کورونه د سمندري ځواکونو او الفرسان لخوا په ګډه پاک شول. د الفرسان لخوا د الحمرا جومات نیول د دوی د تاکتیکي موخو د بشپړاوي نښه وه.

Comments are closed.