لټون Home
/ لبنان له نړیوال مشارکت څخه ګټه ترلاسه کوي
یونیپت کارکونکی
د لبنان وسله وال ځواکونه د څو ملیتي ملګرو لکه متحده ایالات او انګلستان په مرسته خپلو روزنو او تجهیزاتو ته پراختیا ورکوي.
د دې همکاریو پر ارزښت باندې د 2019 په اکتوبر کې د مینځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر انډریو موریسن لخوا د لیدنې پر مهال ټینګار وشو.
لبنان ته له سوریې څخه د تروریستانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره، انګلستان د 62 ملیون پونډ پروګرام د یوې برخې په توګه د لبنان په 230 مایل پوله باندې 39 پوستې جوړې کړې.
له هغه وخته چې دا پروګرام په کال 2012 کې پیل شو، 11000 لبناني سرتیري د یو بریټانیایي ټیم لخوا وروزل شول چې څنګه د پوستې څخه کار واخلي او هغه تروریستان چې پولې ته راځي په نښه یې کړي.
د 2019 په جولای میاشت کې د لبنان د وسلوالو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف آوین د بریټانیا سفیر کرس ریمپلینګ او د متحده ایالاتو سفیر الیزابت ریچارډ سره په بیکا دره کې د ځمکني سرحدي قطعاتو له قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه.
دې ډلې ارزونه وکړه چې پروګرام څنګه پرمختګ کړی دی، دې ته په پام سره چې څرنګه لبناني ځواکونه د 2017 په اګست کې د فجر الجورد عملیاتو په جریان کې د سرحدي سیمې څخه د داعش او النصره جبهې په وتلو کې بریا ترلاسه کړه.
د برتانیا د سفارت سیاسي منشي او د پروګرام رییس ایان ګریفیتس وویل چې، بریټانیا د لبنان د وسلوالو ځواکونو سره له نږدې کار کوي ترڅو د لبنان ثبات او حاکمیت غښتلی کړي او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې دهغه ملاتړ وکړي.
ګریفیتس وویل، “د لبنان اردو په کال 2014 کې ډیر بریالیتوب ترلاسه کړ، ځکه چې لبنان لومړنی هیواد و چې د داعش مخه یې ونیوله، او په کال 2017 کې د لبنان وسله والو ځواکونو په بریالیتوب سره دوی د لبنان له خاورې څخه وایستل.
د 2019 په نیمایي کې متحده ایالاتو لبنان ته د 11 ملیون ډالرو په ارزښت شپږ ډرون الوتکې، د هغې پوځي مرستې د یوې برخې په توګه وسپارلې چې په کال 2018 کې تصویب شوې و. د 2005 راهیسې متحده ایالاتو د لبنان اردو ته د 2.3 ملیارد ډالرو څخه ډیر مرسته ورکړي ده، د الوتکو، چورلکو او زغره وال موټرو پشمول.
سرچینې: المشرق، ډېلي میل، نهارنیټ