قطر ساحلي ځواکونو ته پراختیا ورکوي
د 2020 په اکتوبر کې د ترکي بېړۍ جوړولو فابریکې څخه د نوو سمندري بېړیو په ترلاسه کولو سره د سمندري امنیت په برخه کې د قطر پانګوونې ښه پایله ورکړه.
د الدوحه کیو ټي اس- 91 بېړۍ چې په استانبول کې د انادولو د بېړۍ جوړولو په فابریکه کې جوړه شوې، په نړۍ کې یو له تر ټولو لوی روزنیز بېړیو څخه ده چې د لټون او ژغورنې عملیاتو او سمندري ګزمو لپاره ډیزاین شوې. دغه بېړۍ 2150 ټنه بار انتقالولی شي او 150 سمندري ماڼوګانو او زده کوونکو لپاره ځای لري.
د قطر امیري سمندري ځواک دغه بېړۍ د یو لوی تړون د یوې برخې له مخې اخیستې چې په 2018 کې د دوحې نړیوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس پر مهال لاسلیک شو.
قطر د الدوحه کیو ټي اس- 91 بېړۍ د ترلاسه کولو په مناسبت مراسم ترسره کړل. په دغو مراسمو کې لوړپوړو چارواکو لکه د قطر دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه، د ترکیې دفاع وزیر هولسي اکار، په ترکیه کې د قطر سفیر سالم بن مبارک الشافي او د قطر ګڼ شمیر پوځي افسرانو برخه واخیسته.
د سمندري امنیت د پیاوړتیا او د 563 کیلومتر اوږد ساحل د خوندي کولو لپاره، قطر له ترکي شرکتونو څخه د وسلو د پیرلو لپاره څو قراردادونه لاسلیک کړي دي. په 2014 کې د قطر ساحلي ساتونکو د 17 پوځي بېړیو لپاره فرمایش وکړ، او په 2018 کې یې د نورو بېړیو غوښتنه هم وکړه.
ساحل ساتونکي په سمندر کې د لټون او ژغورنې ماموریتونو، او د بندرونو، سمندري صنعتونو، د تیلو او ګازو تاسیساتو د ساتنې مسؤلیت لري. نوموړی ځواک همداراز د مهمو پیښو لکه د کنفرانسونو او د سپورټي سیالیو پر مهال د امنیت ساتنه کوي.
د 2019 په جولای کې قطر په سیماسما کې د ساحلي ساتونکو د عملیاتي وړتیاوو د پراخولو لپاره د الداین سنمدري اډه پرانیسته، چې د هیواد ختیځ ساحل په لور له دوحې څخه 30 کیلومتره لیرې پرته ده. د پرانستنې په مراسمو کې د مرستیال امیر البحر په شان لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. د امریکا متحده ایالتونو مرکزي قوماندې د سمندري ځواکونو مخکنی قوماندان، جیمز مالوی.
سرچینې: د سمندري ځواکونو خبرونه، Aljazeera.net
Comments are closed.