د یمن له ساحل څخه دفاع کول
د مرستیال رییس سره مرکه عبدالله سلیم علي عبدالله النخی
قدرمن یمني شاعر عبدالوهاب نعمان د خپل هیواد په هکله لیکي:
دا زما خاوره ده، چې هیڅکله به په ګونډو نه شي د هیڅ دیکتاتور په پښو کې دا هیواد به یوازې ومني ملي ویاړ او د نیکونو درنښت؛ زما د هیواد ټینګ عزم او ستر تاریخ د خپل ثبات روحیه هڅوي.
مرستیال مدیر عبدالله سلیم علي عبدالله النخی، د یمن دفاع وزیر سلاکار او د سمندري ځواکونو قوماندان، د دغه الهام ورکونکې کلمې د غزیدونکی روح په هکله مثال وړاندې کوي. سره له دې چې تر ټولو غوره مسلکي قوماندان دی، د بحري قواو دا قومندان د خپلې عاجزۍ او خاکسارۍ له امله شهرت لري، هغه ځانګړتیاوې چې د خپلو سرتیرو او همکارانو ترمنځ یې درناوی ترلاسه کړی.
مدیر النخی په مختلفو محاذونو کې د یمني ځواکونو قربانیو او اتلولیو کې خپل ویاړ او قدرداني څرګند کړی، ځکه چې دوی د ایران په ملاتړ حوثیانو سره په جنګ کې د خپل هیواد څخه دفاع کوي. که ملت غواړي چې پر دغو مخامخ بادونو باندې چې له ننګونو څخه ډک دي، بریالی شي، نو داسې مشرانو ته اړتیا لري چې د امنیت او ثبات لپاره قوي هڅو ته ژمن وي.
یونيپث: ایا تاسو خپل مسلکي ژوند باندې بحث کولی شئ؟
مرستیال مدیر عبدالله: د 2018 په نومبر کې زه د ولسمشر د حکم له مخې د وسله والو ځواکونو د رییس ارکان په توګه وټاکل شوم او د بحري قواو د مرستیال قومندان رتبې ته مې ترفیع وکړه. مخکې له یادې دندې ما ډیرې نورې دندې هم ترسره کړي. د هیواد د سمندري او ساحلي دفاعي ځواکونو د قوماندانۍ سربیره، ما د راکټي بیړۍ او توپچي بیړۍ قومانده کړي. د سرتیرو روزنه هم زما د مسلک یوه لویه برخه ګرځیدلې ده. ما د سمندري روزنې د څانګې رییس، د بحري چلند د څانګې مشر او د بحري ځواک لپاره د مشرتابه روزنې، او د بحري او ساحلي دفاع لپاره د بحري ښوونځي د مدیر په توګه دنده ترسره کړې. ما همداشان د متحده ایالاتو، بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو په څیر ځایونو کې د کنفرانسونو او سیمینارونو له لارې خپلو پوځي زده کړو ته دوام ورکړی.
که څو لسیزې شا ته وګرځو نو ما د آزربایجان په باکو ښار کې چې مخکې په شوروي اتحاد کې و، په سمندري چلند کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. ما په پوځي زده کړې، رهبري او زیربنا کې د سوریې په دمشق ښار کې د عالي پوځي اکاډمۍ څخه په 1999 کې ماسټري ترلاسه کړې. بیا ما د 2011 څخه تر 2012 پورې په صنعا کې د عالي جنګ له کالج څخه فیلوشپ ترلاسه کړ.
یونیپث: د پوځي روزنې او چمتووالي په برخو کې نور هیوادونه څنګه همکاري کوي؟
مرستیال مدیر عبدالله: د سیمې د ثبات، امنیت او خونديتوب لپاره ګډه همکاري ډیره مهمه ده. په ګډ کار سره مونږ کولی شو د هغو ننګونو پر وړاندې ودریږو چې د سیمې امنیت ګواښوي او زمونږ د هیوادونو او خلکو ثبات او خوندیتوب تر پوښتنې لاندې راولي. مونږ باید له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې د یمن ګټې خوندي دي. دا په یمن، عرب خلیج او ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ روان ګواښ ته په کتلو سره مهم دی.
د ملګرو هیوادونو او متحدینو سره د یمن همکاري د یمني سرتیرو ځانګړې روزنه ده چې ترلاسه کوي یې او کالجونو ته ځي او له بهرني ښوونځي څخه فارغیږي. پدې ملګرو کې متحده ایالات، پاکستان، بریټانیا، فرانسه، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او سویلي کوریا شامل دي. همدا راز د متحده ایالاتو، بریټانیا او فرانسوي سمندري ځواکونو سره همکاري لرو، چې روزنه، بیا رغونه او د ظرفیتونو چمتو کول پکې شامل دي.
د یمن جنرالانو د سمندري ځواک پر بیارغونه کار کوي او دغه پروسه په ثابته توګه پرمخ روانه ده. دا به د اردو او سمندري ځواکونو پر پوځي فعالیت باندې د پام وړ اغیزه ولري.
د ستر درستیز بیاځلې تشکیل جوړولو ته په پام سره، مونږ یو پراختیایی پلان لرو چې د سیاسي او پوځي مشرتابه په همغږۍ سره جوړ شوی دی. په راتلونکې مرحله کې به ستر درستیز په ټولو پوځي برخو کې د یمن روزنیز کارکوونکي نه

Comments are closed.