د هوا له لارې مرسته
د اردن وسله وال ځواکونه د غزې ملکي خلکو ته د هوا له لارې د بشري مرستو په ترڅ کې خواړه او درمل عرضه کوي
ډګروال. جنرال. مصطفی عبدالحلیم الحیاري، د اردو د رسنیو رئیس، د اردن وسله وال ځواکونه –عرب اردو د اردن وسله والو ځواکونو لخوا انځور
پهغزه کې د جګړې له 1 ورځې راهیسې، اردن د اوربند، ملکي افرادو خوندیتوب او غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي. دا د عالي جناب پاچا عبدالله دوه ابن الحسین د هغه غوښتنو او غږونو سربېره دي چې د دوه دولتونو حل پربنسټ د یوه خپلواک دولت جوړولو او هراړخیزې حل لارې لپاره د سیاسي کاري چوکاټ پر موندلو باندې ټینګار کوي. همدا دي چې د اردن وسله وال ځواکونه – عرب اردو په غزې تړانګه کې د بشري هڅو ملاتړ کولو او رسمي دریځ په خپلولو سره خپل رول لوبوي ترڅو پدې سختو شرایطو کې انساني رنځ ټکور کړي.
د اردن د اردو ساحوي روغتونونه، د خپلو طبي متخصصینو ټیمونو سره، د حیاتي طبي پاملرنې په وړاندې کولو کې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. پدې کې یو د جراحي واحد شامل دی چې په رام الله کې تنظیم شوی او یو بل واحد په جنین کې. په 2009 کې، اردن لومړی عرب روغتون په غزې تړانګه کې جوړ کړ، چې له هغه وخت راهیسې یې د 2 میلیون ناروغانو درملنه کړې ده.
دا چې د جګړې د دوام سره روغتیایي وضعیت خراب شو، د اردن وسله والو ځواکونو د اردوی ځانګړی ساحوي روغتون 2 د غزې تړانګې په سهیل کې د خان یونس ښار ته ولېږه. لدې سربېره، د اردن نبلوس ساحوي روغتون په نورو روغتونونو د بوج کمولو لپاره تنظیم او ګومارل شوی و. د اردن وسله والو ځواکونو، د اردن هاشمي خیریه سازمان او د بهرنیو او مهاجرینو چارو وزارت سره په کار کولو په اردن کې د معرکه نظامي هوایی ډګر او ورور هېواد د مصر جمهوریت العریش هوایی ډګر ترمینځ د تاسیس شوي هوای دهلیز له لارې طبي توکي، خواړه او نورې مرستې هم عرضه کړي دي.
د ځمکني لارو څخه د مرستې په عرضه کولو کې د مشکل له امله، د اردن هوایی ځواکونو په غزې تړانګه کې د اردن ساحوي روغتونونو ته د طبي او نورو مرستو عرضه کولو لپاره د هوا له لارې د کڅوړو غورځول پېل کړل ترڅو وکولی شي د طبي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتونونو ظرفیت پراخه او ملاتړ کړي او د خپلو طبي کارمندانو وړتیا ښه کړي. دې په مشکلو شرایطو کې چې خلک ورسره مخ دي د ټپیانو په درملنه کولو کې مرسته کړې.
دا عملیات په غزه کې ملکي افرادو ته د مستقیم بشري مرستو د عرضې شاملولو لپاره غزول شوي دي. د غزې په اوږدو کې د هوا له لارې کڅوړې غورځول شوي ترڅو ټولو هغه ملکي افرادو ته ورسیږي چې اړتیا ورته لري او د جګړې بوج راکم کړي. د هوا له لارې د کڅوړو غورځول د روژې په مبارکه میاشت کې ډیر شوي و ځکه چې د اردن وسله والو ځواکونو د هوا له لارې د کڅوړو غورځولو عملیاتو د شدت لپاره د نورو ډېرو هېوادونو سره یوځای کار وکړ.
د هوا له لارې د کڅوړو غورځول د جګړو او ناورینونو په واسطه اغېزمنو شوو سیمو ته د بشري مرستو رسولو ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده. دا عملیات ننګونکي او پېچلي دي. اکثر د تيز بادونو، لړې او غبار، او طوفانونو په څېر شدید موسم د دې مخنیوی کوي. د کڅوړو ځمکې ته رسېدو ځایونو په نښه کول دقت او مهال ټاکنې ته اړتیا لري. د سونګ توکو لګښت او د پرسونل ګومارل یې لوژستیکي ننګونې دي. سره لدې، غزې ته د اردن لخوا د هوا له لارې په کڅوړو کې د خوړو او طبي توکو عرضه کولو د ټولې نړۍ پام ځانته واړاو، او د اردن ماهرانه عملیاتو ایسار ملکیانو ته د شدیدې اړتیا وړ خواړه او درمل وړاندې کړل.
دا عملیات یوازې د اردن په واسطه ترلاسه نشو، بلکې د ډيری هېوادونو په ګډون سره چې د ځمکې له لارې د مرستو په لېږلو کې یې ستونزې او مشکلات درلودل او په پایله کې یې د مرستو لېږد لپاره اردن ته مخه کړه. د ګډې ملتیا په تکل، او د اردن وسله والو ځواکونو – عرب اردو سره په همکارۍ، د امریکا متحده ایالات په غزې تړانګه کې د هوا له لارې بشري مرستو په غورځولو کې ونډه اخلي.
د اردن وسله والو ځواکونو د هوا له لارې کڅوړو غورځولو عملياتو غزې ته د C-130 ټرانسپورټ الوتکو په کارولو سره بشري مرستې وړاندې کړي، کومې چې د پراشوت په واسطه غورځول کېدونکي موادو لوی ټولګې لېږدولی شي. د هوا له لارې د کڅوړو غورځول ډېرې ګټې لري. دا د فعالې زیربنا په نه شتون کې کارول کېدی شي یا کله چې ملکیان پداسې موقعیتونو کې ګېر پاتې وي چېرته چې د بشري مرستو سازمانونه لاسرسی نشي درلودلی. په هرصورت، د ځمکني ټرانسپورټ پرتله لوړ لګښت درلودو، د جګړې ساحې دبره پرواز کولو خطرونو او په غلط ځای د درندو بارونو غورځېدو په صورت کې د خلکو د ټپي کېدو خطر په پام کې نیولو سره د هوا له لارې د کڅوړو غورځول وروستۍ چاره ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د 2023 کرسمس په ماښام د اردن وسله والو ځواکونو – عرب اردو د غزې په شمال کې د حی الزیتون په ولسوالۍ کې په دئیر ال لاتین کاتولیک کلیسا کې محاصره خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د هوا له لارې کڅوړې وغورځولې. د اردن شاهي هوایی ځواک الوتکې د غزې 800 عیسوي اوسېدونکو ته بشري مرستې او خواړه وغورځول چې په کلیسا کې یې پناه اخېستې وه. هغوی د خوړو او نورو لازمي توکو د شدید نه شتون سره مخ و او په خورا ناوړه حالت کې یې ژوند کاوه. دا د کرسمس په ماښام د اردن لخوا کلیسا ته د مېنې پېغام و چې عیسویانو ته یې پناه ځای چمتو کړی و.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، د جګړې دوام او د بشري ناورین د شدت له امله د نیم میلیون څخه ډېر غزه مېشتي وګړي د لوږې سره مخ کېدو څخه فقط یو ګام لېرې دي. په شمالي غزه کې د 2 کلونو څخه کم عمر لرونکي په هرو شپږو ماشومانو کې یو یې د شدید خوارځواکۍ سره مخ دی.
که څه هم د مرستو عرضه کولو لپاره دا یو پایښت لرونکی حل ندی، د اردن وسله وال ځواکونو د هوا له لارې کڅوړو غورځول، د ملګري او ورور دولتونو سره په ملتیا، د جګړې قربانیانو د انساني رنځ کمولو په پار د طبي او بشري مرستې وړاندې کولو ته دوام ورکوي.
Comments are closed.