د لوړپوړي مشر پیغام
زه غواړم د متحده ایالاتو په مرکزي قومانداني کې د خپلو ملګرو څخه د دوی د دوستانه بلنې له امله مننه وکړم، چې د قدر وړ یونیپث مجلې دغه ګڼې معرفي کوي، چې پکې د تروریزم پرضد مبارزې او په ازاد شوې سیمو کې د امنیت د پراخولو په اړه کیسې شاملې دي. دا ګڼه د يونیپیت، مجلې د لسمي کلیزي سره هممهاله ده، کوم چې د سیمې له پیښو سره یو ځای پاتي شوي او زموږ د وسله والو ځواکونو د اغیزمنو بریاوو په څرګندولو کې یي ځانګړی رول لولی دی.
زه غواړم د عراق دفاع وزارت کې د رسنیو او اخلاقي لارښود د ریاست له غړو څخه مننه او قدرداني وکړم. دوی پداسې حال کې عراقي کورونو ته د بریا خبرونه ورسول، چې عراقیانو د داعش د درواغو او غلطو عقیدو پروړاندې مبارزه کوله. کله چې د ایتلاف الوتکو د صلاح الدین دولت په شاوخوا کې د داعش ترهګرو پر پټنځایونو بمبارد کاوه، د ریاست اتلانو د یونیپث مجلې توکې په لومړیو لیکو کې وېشیلې. مجلې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف ژمنې یو ځل بیا تازه کړې چې د تروریزم له بې عدالتۍ څخه د سیمې په ازادولو کې د عراقي ځواکونو څخه ملاتړ کوي. زموږ د وسله والو ځواکونو د اتلولیو په اړه د کیسې خپرول د عراق او سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، ځکه چې دا یې په ګوته کړه چې عراقي وسله وال ځواکونه د دې وړتیا لري چې تروریزم مات کړي او د عراق حاکمیت بیرته پرځای کړي.
زموږ د شمالي او لویدیځ ولایتونو په ډیرو برخو کې د داعش اشغال د عراق په تاریخ کې د یو خطرناک موقع تمثیل و. موږ ځان په یو خراب حالت کې وموند، تر دې کچې چې ځینو فکر کاوه عراق د ګډوډۍ او بې قانوني په لور روان دی. د داعش جنګیالیو د انسانیت پروړاندې د نه ويونکی او زړه بوږنونکي جنایتونه ترسره کړل. دوی نه یوازې انسانان په نښه کړل بلکه ډبرې یې هم ونه سپمولې، انساني او تاریخي اثار یې په کلنګ سره ویجاړ کړل، ځکه چې داعش پریکړه کړې چې تاریخ د خپلو مشرانو په غلطې فیصلې سره له سره ولیکي.
په موصل کې له نښتې وروسته، موږ دلایلو په اړه مطالعه وکړه چې ولې زموږ ځواکونه دومره ګړندي مات شوي دي. موږ له کال 2003 وروسته د وسله والو ځواکونو په بیارغونه کې نیمګړتیا وموندله. د کال 2014 له جون میاشتې څخه وروسته، موږ پریکړه وکړه چې د پوځي سکتور بیارغونه وکړو د هغو شرایطو او طریقو په کارولو سره چې د عراق اردو په دوديزه توګه د هغوی پر بنسټ جوړه شوې وه. موږ نه یوازې د روزنې فزیکي او تاکتیکي اړخونو باندې تمرکز کړی، بلکه وخت، هڅې او سرچینې مو ځانګړې کړې ترڅو زموږ سرتیري په ښه چلند، بشري حقونو او د جګړې مقرراتو په اړه نړیوالو تړونونو ته په ژمنتیا روزنه ترلاسه کړي.
موږ ویاړو چې په ورته وخت کې مو هم روزنه او هم مبارزه کړې ده، او موږ په دواړو جبهو کې بریا ترلاسه کړه. کله چې د لومړۍ لیکې قطعات بیرته راستانه شوي، دوی له سره سمبال شوي او له سره روزل شوي دي. کله چې دوی بیرته جګړې ته لاړل، نور قطعات د بیا روزنې او سمبالښت لپاره راغلل د بریا ترلاسه کولو پورې دغه چلند دوام درلود.
د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه پیچلې او څو اړخیزه ده، نه یوازې د پوځي لید له پلوه، بلکه له فکري، اقتصادي او فرهنګي لید څخه هم. کورنۍ ګډوډي کولی شي د تروریستانو خواخوږو لپاره د ودې ځای برابر کړي. دا کولی شي په ولسي جبهه کې درزونه رامینځته کړي کله چې ترهګر د یو نازک چاپیریال څخه کار اخلي، چیرې چې خلک له بې وزلۍ او بیکاري سره مخ دي. ترهګر د دولت په وړاندې شخړې رامینځته کوي او مبارزه کوي، او د دوی امامان د مخالفینو په وړاندې د تروریستي جرمونو توجیه کولو لپاره سپيڅلي متنونه ناسم تعبیروي. کله چې دوی د خلکو تر مینځ ځای ومومي، نو دوی ته ماتې ورکول او د دوی تخریبي ایډیالوژي له مینځه وړل مشکل دي. د همدې لپاره امنیتي او استخباراتي خدمات باید هغه کسان ونیسي چې دا ډول نظریاتو ته ودې ورکوي او د حکومت، امنیتی خدماتو او نورو سازمانونو پروړاندې اقداماتو ته لمن وهي.
په نړیوال ایتلافي ځواکونو کې زموږ ملګرو په عملي روزنه او د عصري پوځي تجهیزاتو په تخنیکي لارښوونو کې لوی رول لوبولی دی. موږ د دوامداره هوایي، استخباراتي او لوژیستیکي ملاتړ له لارې د شراکت ګټې ترلاسه کړې. حتی د آزادي عملیاتو څخه وروسته د شراکت ګټې دوام لري. د دې غوره مثال د ترهګر ابو بکر البغدادي د وژلو عملیات او په تروریستي سازمان کې د هغه د ځایناستي نیولو لپاره عملیات دي.
د ښارونو د ازادولو څخه وروسته پړاو په ښارونو کې د جنګ کولو څخه لږ ستونزمن ندی، که ډیر مشکل نه وي. تروریزم زیربناوو ته د پام وړ ویجاړتیا او په ټولنه کې ژور ټپ پریښي دي، پداسې حال کې چې ماشومانو تاوتریخوالی او د ماغزو پریمینځلو سره مخ شوي دي. دا د دولت او مدني ټولنې سازمانونو ګډې هڅې ته اړتیا لري ترڅو د ټولنې دغه برخه بیا ورغوي او د تروریزم له ګواښ څخه یې خوندي کړي. موږ د بیده حجرو، د تمویل او ګمارنې شبکو د لټون لپاره پیاوړي استخباراتي هڅو ته هم اړتیا لرو. موږ د عراق نه بهر د تروریستي شبکو د پیژندلو او د استخباراتي معلوماتو تبادلې لپاره د عراق د متحدینو مرستې ته هم اړتیا لرو، او موږ همداراز د ټولو دولتي ادارو ډله ایزو اقداماتو ته اړ یو ترڅو آزاد شوې سیمې بیاورغوي او د دوی اقتصاد بیا جوړ کړي.
موږ پوهیږو چې د داعش ډلې ماتې د تنظیم د پای ته رسیدو په معنی نه دی. داعش په هر ځای او وخت کې بیرته راتلای شي که چیرې د دوی مفکوره ژوندي پاتې شي. د داعش د ایډیالوژۍ سره مبارزه به اوږده او لوړ لګښته وي. پدې شرایطو کې بریا اراده او ډله ایز اقدام ته اړتیا لري ترڅو لومړني خدمتونه رامینځته کړي، دندې او د زده کړې لپاره فرصتونه چمتو کړي او د داعش او نورو تروریستي سازمانونو خواخوږي بیا له ټولنې سره یوځای کړي که چیرې دوی توبه وکړي او لاسونه یې د بیګناه کسانو په وینو سره نه وي.
د ترهګرو جنګیالیو زرګونه زیږیدلي ماشومان د لومړني خدمتونو پرته په کمپونو کې د خپلو میندو سره ژوند کوي. دا ماشومان د نفرت او وژنې په هغه ایډیالوژۍ روزل شوي دي چې پلرونه یي ورته هڅول شوي وو. د ټيک وخت دا بمونو بمونه به تر مونږ پوري ورسیږي که چیري یي مونږ ژر تر ژره خنثی نکړو، په دې ډول چې دغه ماشومان له ټولنې سره یو ځای کړو او په دولتي ښوونځیو کې د دوی په شاملولو سره د هغوئ د سوکالۍ او تعلیم تضمین وکړو.
په پایله کې زه غواړم له هغو کسانو له قربانیو او خدمت څخه مننه وکړم چې په دفاع وزارت کې عراق ته خدمت کوي. الله دي وکړي چې زموږ پاک شهیدان د خدای مغفرت او بخښنه ترلاسه کړي. زه د عراق خلکو سره ژمنه کوم چې موږ به وفادار سرتیري ولرو او د عراق له امنیت او حاکمیت څخه به ساتنه وکړو.
جومه عناد الجوبوري
د عراق دفاع وزیر
Comments are closed.