
د سیمهییزو همکاریو پیاوړي کول
څوملیتي پوځي تمریات د مشارکت پر پیاوړتیا باندې تمرکز کوي
یونیپت کارکونکی
د سیمه ییز ثبات لپاره د ګواښونو کچه خورا جدي ده. دوی د نړۍ په کچه د پوځونو ائتلاف ته اړتیا لري ترڅو د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. په ژبني او پوځي کلتور کې د خنډونو سره سره، څوملیتي ځواکونه باید د ماموریتونو او اهدافو سرته رسولو لپاره په ګړندي توګه سره یوځای شي.
د تناسب د ښه والي په هدف، د پنځو هیوادونو نږدې 200 پوځي پرسونل د 2019 په اګست کې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له خوا د کلني سیمه ایزې همکاري په تمرین کې برخه واخیسته.
سیمه ایزې همکارۍ د څو اړخیزې قوماندې تمرین دی چې د مرکزي او سویلي آسیا له شریکانو سره په ګډه ترسره کیږي. له هغه وخته چې د تمرین لړۍ په 2001 کې پیل شوه، د دې کوربتوب هرکال د څو هیوادونو تر مینځ په نوبت ترسره کیږي.
د سږکال غونډې د تاجیکستان د دفاع وزارت لخوا کوربه توب کیدله او پکې ازبکستان، منګولیا او متحده ایالاتو برخه اخیستې وه، چې پاکستان یو استازی د ناظر په توګه لیږلی و. د څوملیتي عملیاتو د ثبات پر ښه کولو باندې تمرکز درلود او اضافي ټینګار یې د عملیاتي کړنلارو پر ملکي-پوځي تعاملاتو باندې و.
د تاجک وسله والو ځواکونو د لوی درستيز لومړي مرستيال، تورن جنرال ميروور خوشبخت ميرشاکر د تمرين پرمهال د څوملیتي ځواکونو مسلکي توب وستايه.

د تاجکستان، متحده ایالاتو او ازبکستان پوځیان د ماموریت په یو پلان کې همکاري کوي. ضابط اشتون کولر/د متحده ایالاتو اردو
تورن میرشاکر د مراسمو په پای کې وویل، “مونږ بشپړ ډاډه یو چې دا تمرین، د 2019 سیمه ایزې همکارۍ به د عمومي پوځي همکاري د ودې لپاره د ټوپ تخته وي، او همدارنګه په نورو برخو کې د سیمې د ثبات او زمونږ په هیوادونو کې د ثبات د ودې پیل دی.”
پیښې د څو ورځې علمي لارښوونو سره پیل شوې ترڅو وروسته د قوماندې پوسټ تمرینونه په ډاډ سره ترسره شي. د څلور برخه اخیستونکو هیوادونو سرتیري اړتیا لري ترڅو د ګډ څوملیتي قطعې د پرسونل په توګه کار وکړي. ژباړونکو د روسي او انګلیسي ژبو د ګډون کونکو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کاوه.
د متحده ایالاتو د سمندرِي قول اردو ډګرمن، ریچارډ ویکس، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مخکښ پلان جوړوونکی دی، وویل، “ډیر روزنیز و. دلته هر څوک د ښوولو لپاره یوڅه لري او هر څوک د زده کولو لپاره یوڅه لري. دا د هرچا لپاره یو ښه پیل و. یوځل چې مونږ په حقیقت کې د تمرین سناریوګانې پیل کړې، هرڅوک د حل لارې موندلو لپاره راټول شوي ترڅو ښه عملي پوځي کارکوونکي تشکیل شي.”
د تمرین سناریو د امنیتي ننګونو پراساس وه چې د دوه کمزوري، نوي رامینځته شوي هیوادونو څخه راپورته شوي. توکميز تاوتریخوالي او د سرچینو لپاره سیالي د دې لامل شوې چې سیمه ییز تاوتریخوالی ډیر شي، دومره زیات چې ملګرو ملتونو د نړیوال سوله ساتي ځواک رامینځته کولو حکم ورکړ. د ایتلافي لوا د ارکانو اداره د سرحدي زون د پیاوړتیا او ثبات لپاره تشکیل شوه.
د تمرین عملي ښوونې د برخه اخیستونکو تر منځ سخت پلان جوړونې او همغږۍ ته اړتیا درلوده. د لوا پرسونل له ډیرو کړکیچونو سره مخ وو: د کلورین ګازو څڅېدنه، په بمونو الوزول شوي د ریل پټلۍ، کورني ناکراری او تاوتریخوالی، سرحدي تیری، او مجرمین چې د ګډوډیو څخه د مخدره توکو او وسلو د قاچاق لپاره ګټه پورته کوي. کورني بې ځایه شوي خلک بشري مرستو ته اړتیا درلوده. د ترهګریزو ګواښونو په هکله استخباراتي راپورونه دغه وضعیت لا پیچلی کړ.
تاجکستاني ډګروال انور اخمدجونزوده د دې تمرین د لوا د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه وویل، تاجک ځواکونو زده کړل چې د هیواد له پولو بهر د سوله ساتې عملیاتو په جریان کې څنګه خنډونه له مینځه یوسي. یوه ننګونه چې د هغه پرسونل ورسره مخامخ وه د هیوادونو ترمینځ د پوځي پریکړو په پروسو کې توپیرونه و.

د تاجکستان اردو جګړن سید خوموشوف، کیڼ خواته، او د ازبکستان اردو ډګرمن ولیجون ستاروف استخباراتي پلان جوړوي. برید مل جنیفر شیک/د متحده ایالاتو اردو