لټون Home
/ د بحرین دفاعي ځواکونو کالیزه ولمانځله
بحرین په نړۍ کې پخپل یو شمیر سفارتونو کې د هیواد د دفاعي ځواکونو بنسټ ایښودنه په جشنونو سره ولمانځله. د سعودي عربستان لپاره د بحرین سفیر شیخ حمود بن عبدالله آل خلیفه، په ریاض کې د سفارت په انګړ کې د سعودي عربستان د لوړپورو مشرانو په ګډون یوه غونډه جوړه کړه.
په انګلستان کې د بحرین سفیر شیخ فواض بن محمد آلخلیفه په لندن کې د اردو او سمندري کلب کې د لمانځنې غونډې ترسره کړې. پدې مراسمو کې د برتانیا پارلمان د دفاعي کمیټې رییس، ټوبیاس ایلوډ ګډون درلود.
د بحرین دفاعي ځواک په کال 1968 کې د اعلیحضرت شیخ عیسی بن سلمان ال خلیفه د واکمنۍ پرمهال رامینځته شو. دا ځواک له 18000 پرسونل څخه جوړ شوی چې په مختلفو څانګو ویشل شوي لکه د بحرین شاهی هوایی ځواک، شاهي ګارډ او د بحرین شاهي سمندري ځواک. مشر قومندان یې فیلډ مارشل شیخ خلیفه بن احمد آل خلیفه دی.
د بحرین دفاعي ځواک په مسؤلیتونو کې ملي دفاع، سایبري امنیت، د نظم په ساتلو کې د پولیسو سره مرسته، طبیعي پیښو سره مبارزه، د تروریزم پروړاندې مبارزه، بشرپالنې عملیات، او د امنیت په ساتلو کې د سیمه ییزو او نړیوالو ملګرو سره ملګرتیا ګډون لري.
په لندن کې د کلیزې په لمانځغونډه کې، ایلووډ د بحرین سره د پوځي همکاریو لپاره د انګلستان ملاتړ څرګند کړ ترڅو په عربي سیمو کې آزاد تګ راتګ خوندي کړي.
سرچینې: www.mofa.gov, https://bna.bh/news, www.alayam.com