افغان ځواکونو له ځان نه زړه ورتیا وښوده  د القاعدې مشر په وژلو سره

افغان ځواکونو له ځان نه زړه ورتیا وښوده د القاعدې مشر په وژلو سره

په هغه ماموریت کې چې د افغانستان د ملي استخباراتي ادارې او پوځي ځواکونو هڅې یې سره یو کړې، افغان ځواکونو د القاعدې یو لوړپوړی قوماندان ومونده او ویې واژه.

د حسام عبد الرووف وژنه ، چې د ابو محسن المصري په نامه هم پیژندل کیږي، له خپلې خاورې څخه د ترهګرو د ورانکارو فعالیتونو پر وړاندې د دفاع لپاره د افغانستان د ټاکل شوي مشروع حکومت د مخ پر ودې وړتیا ښودنه کوي.

په مصر کې زیږیدلي الرووف د 2020 کال د اکتوبر میاشت په 24مه په غزني ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، او افغان مشرانو وړاندیز وکړ چې دا به د خپل ډول وروستي عملیات نه وي.

د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله وویل، ” ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه القاعده او داعش باید د خپلو مشرانو تر وژل کیدو وروسته پوه شي چې افغانستان د دوی د فعالیتونو لپاره خوندي خای نه دی.”

د افغانستان حکومت د طالبانو له استازو سره د پوځې شخړې د پای ته رسولو او د قدرت د شریکولو د موافقې پر سر خبرې کوي. په هممهاله توګه، افغان ځواکونو، په ځانګړي توګه د هیواد کمانډو او هوایي لوا له 1000 څخه ډیر ماموریتونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې په هیواد کې تروریستي حجرې لمینځه وړل شوې دي.

عبد الرووف چې د متحده ایالاتو د مرکزي تحقیقاتو ادارې د ترهګرو په تور لیست کې تر څار لاندې وو، د راپورونو له مخې د پلازمینې کابل سویل لویدیز کې شاوخوا 150 کیلومتره د طالبانو تر ملاتړ لاندې سیمه کې یې ژوند کاوه.

پداسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د الرووف پر وړاندې د خپلو ځواکونو د بریالي ماموریت ستاینه وکړه، د تروریستي تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره یې د دوامدارې څارنې غوښتنه وکړه. د افغانستان د ملي امنیت ریاست لومړنۍ اداره وه چې د الرؤف مړینه یې اعلان کړه.

د الرووف د مړينې یوه ورځ وروسته ولسمشر وویل، “تروریزم لاهم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ پاتې شوی او طالبانو لاهم د القاعدې په ګډون له نورو تروریستي شبکو سره خپلې اړیکې پرې کړي نه دي.”

د متحده ایالاتو چارواکو د القاعدې مشر د مړینې په خبر خوښي وښوده. په 2001 زېږدیز کال کې په افغانستان کې د خپل واک له لاسه ورکولو پورې، طالبانو په دغه هېواد کې القاعده جنګیالیو ته پناه ورکړې وه. دا هغه اډه وه، چې له دې ځایه ترهګرو ډلو نړیوال بریدونه ترسره کول.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا وویل، “موږ د افغان ځواکونو څخه د القاعدې مشر ابو محسن المصري پر وړاندې د بریالي عملیاتو له امله ستاینه کوو.” “د هغه وژل کیدل دالقاعدې پر وړاندې مبارزه کې ښه خبر دی او په افغانستان کې ورته د خوندي پټنځای د شتون اجازه نه ورکوي.”

د افغانستان حکومتي چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو – طالبانو ترمینځ د سولې په تړون کې چې د 2020 زېږدیز کال په فبرورۍ کې لاسلیک شو، دې ډلې موافقه وکړه چې د ترهګرو ملاتړ به پرېږدي.

د الرووف له مرګ وروسته، د ولسمشر غني دفتر له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې “جګړه او تاوتریخوالی ودروي او په هېواد کې د باعزته او دوامدارې سولې لپاره زمینه برابره کړي.”